د افغاني سرې میاشتې ټولنې افغانستان ته د هغو ۱۹ماشومانو د راستنېدو خبر ورکړی چې شپږ میاشتې مخکې المان ته د درملنې لپاره لېږل شوي وو. دا هغه ماشومان وو چې یا یې هډوکي میکروبي وو یا هم په اور سخت سوځېدلي وو او په افغانستان کې یې درملنه ممکنه نه وه. افغاني سرې میاشتې پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د المان د سولې له کلي خیریه بنسټ سره د شوې هوکړې له مخې، هر کال دوه ځلې په اور سخت سوځېدلي یا هم هغه ماشومان چې عمرونه یې تر ۱۱ کلونو وي او هډوکي یې مکروب لري د درملنې لپاره لېږل کېږي. دغو ماشومانو ته د المان د دې خیریه بنسټ له خوا درمل او هر یوه ته پنځوس- پنځوس یورو هم ورکړل شوې دي.
































