د پروان ولایتي مسوولین وايي، چې ۱۷ تنه ټایلنډي سېلانیان د لرغونو ځایونو د لیدنې په موخه، دغه ولایت ته ورغلي دي.د پروان دوالي ویاند حکمت الله شمیم ویلي، دغو ټایلنډي سېلانیانو د توپ درې استوپه یوه له مهمو لرغونو ځایونو یاده کړې ده. په دغو سېلانیانو کې اته ښځې هم شاملې دي.
































