د پکتیکا مرستیال والي د یوې خبري غونډې پر مهال له رسنیو سره د تېر ۱۴۰۲ کال لاسته راړونې شریکي کړې. نوموړي وویل چې تېر کال په ټول ولایت کې له عایداتي منابعو څخه ۷۹ سلنه عواید راټول شوي او د شاوخوا ۱۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې هم بشپړې شوې دي. مخدوم سعادت زیاته کړې، د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو او د ماشومانو د زېږون کارتونو د وېش له درکه شاوخوا ۳۲ میلیونه افغاني عواید راټول شوي او دغه راز د پاسپورت آمریت ۹۷۳۵ پاسپورتو وېشلي، د ۱۲۰۰ علماوو اسناد ارزیابي شوي، د ۲۶ ښوونځیو لپاره د پاکو اوبو سېستم جوړ شوی او د ۱۰ ښوونځيو ودانۍ بیارغول شوي دي. مرستیال والي وویل چې په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۴ کوچني بندونه منظور شوي، چې د ۱۶ بندونو قرارداد شوی او دوه بندونه جوړ او ګتې اخستنې ته سپارل شوي او د پاتې نورو کارونه به په روان کال کې پیل شي.
































