ملګري ملتونه وایي، چې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په خپل کلني سفر کې د غزې اړوند رفحې ښار په یوه سرحدي سیمه کې د خبري کنفرانس پر مهال ویلي، چې اوس یې وخت دی، چې په غزه کې سمدستي اوربند رامنځته شي او همدرانګه د اسراییلو له لوري پرته له خنډه غزې ته د بشري مرستو د رسولو اجازه ورکړل شي. د دغه سازمان په وینا، چې ګوترېش به د غزې وروسته مصر او اردن ته هم سفر وکړي.
































