د اروزګان ولایت د مخابراتي او معلوماتي ټیکنالوژۍ ریاست مسوولین وايي، په دې ولایت کې په تېرو دوه نیمو کلونو کې ۱۴۲ د مخابراتي شبکو نوي انتنونه نصب شوي، چې ورسره په ډېر شمېر خلک د مخابراتي خدمتونو څخه برخمن شوي دي. د اروزګان د مخابراتو او معلوماتي ټيکالوژۍ رییس وايي، چې د یادو انتنونو په نصبېدو سره ۸۰ سلنه خلک له مخابراتي خدمتونو څخه برخمن شوي دي. نوموړي ویلي، چې په روان کال کې به د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نوي انتنونه هم نصب کړي. د اروزګان اوسېدونکي وايي، چې په تېرو دوو لسیزو کې په دې ولایت کې دوی له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وو او یوازې به د ښار محدودو سیمو کې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی کېده.
































