د غزني د کرکټ آمریت له لوري د رمضان جام په نوم د کرکټ ۱۰ اوریزې سیالۍ پیل شوې. د غزني د کرکټ آمر عبدالودود سپوږمۍ راډیو ته وویل چې یادې سیالۍ به د شپږو لوبډلو تر منځ تر سره شي چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي. د یادو سیالیو د پرانیستې مراسمو کې د غزني د احصایې ریاست د احصایوي خدمتونو آمر فضل الرحمان میاڼي، وویل، چې د دا ډول سیالیو په لاره اچول د غزني د کرکټ د پرمختګ لپاره ښه لاره ده. د یادونې وړ ده چې د روژې مبارکې میاشتې په را رسېدو سره د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرکټ، فوټبال او والیبال په نوم شپنۍ سیالۍ پيل شوې دي.
































