د عامې روغتیا سرپرست وزير په کابل کې د چین له سفیر جاو شېنګ سره کتلي دي. عامې روغتیا وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې، د جمهوریت روغتون د بیا رغونې، د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د پانګونې، د کرونا او پولیو ناروغۍ د کنټرول او د دواړو هېوادونو تر منځ په غوره همغږۍ خبرې شوې دي. دغه راز دې لیدنه کې د چین سفیر جاو شېنګ په روغتیايي برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
































