زابل کې د نارینه معتادینو ۵۰ بستریز روغتون ترڅنګ اوس مهال د ښځینه معتادینو ۲۰ بستریز روغتون هم په فعالیت پیل وکړ. د زابل د عامې روغتیا رییس میرویس افغان ویلي، چې دغه روغتون په ټولو برخو کې مجهز او کولی شي د اوس لپاره د زابل په کچه بسنه وکړي. د نوموړي په خبره دا روغتون ۲۰ بستره او فني پرسونل لري، چې تازه یې په دغه ولایت کې په فعالیت پيل کړی. زابل کې دغه روغتون داسې مهال په فعالیت پيل کوي، چې سلګونه معتادین تر درملنې وروسته جوړ او له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.
































