د روغتیا نړیوال سازمان د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې دا ناورغي لا هم د افغانستان د عامې روغتیا په برخه کې د یو لوی ګواښ په توګه پاتې ده. د روغتیا نړیوال سازمان نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغي د مخنیوي او درملنې وړ ناروغي ده، خو په وخت د دغې ناروغۍ د نه تشخیص په صورت کې کیدای شي چې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو د مړینې سبب شي. د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو له مخې د نري رنځ ناروغي هرکال په افغانستان کې د ۱۰ او ۱۲ زرو ترمنځ کسانو ژوند اخلي. د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې په تېر ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۸۰ زره د نري رنځ پیښې ثبت شوې وې، چې د دې ډلې ۷۶ زره پېښې د دې ناروغۍ عادي پېښې او ۳۷۰۰ نورې یې د درملو پر وړاندې مقاومت لرونکي پیښې وې.
































