د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د پکتیکا ولایت په تروې، وازیخواه، خیرکوټ، نکه او چهار بران ولسوالیو کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د پینځو کوچنيو ذخیروي بندونو د جوړولو چارې پیل شوې. د یاد وزارت په وینا؛ د دې پروژو د چارو په بشپړېدو سره به څه باندې ۴۲ زره متره مکعب اوبه ذخیره شي، چې د ځمکې لاندې اوبو د کچې په لوړېدو کې به اغېزمن رول ولري.
































