امریکا وایي هڅه کوي ډاډه شي چې له دې وروسته دوی ته له افغانستان د ترهګرو ګواښ متوجه نه دی. د امریکا ددفاع وزیر له اې بي سي نیوز سره په خبرو کې ویلي دي دوی په افغانستان کې د سرتېرو کمولو ته ادامه ورکړې ده. د مارک ایسپر په وینا اوس په دې هڅه کې دي څو ځان ډاډه کړي چې له افغانستان به له دې وروسته امریکا او نورو متحدینو ته یې د ترهګرو ګواښ متوجه نه وي. هغه زیاته کړې امریکا په دې برخه کې خپل چټک فعالیتونه پيل کړي دي. ایسپر یو ځل بیا ټينګار وکړ چې په افغانستان کې به تر نومبر میاشتې پورې د خپلو سرتېرو شمېر تر ۵ زرو هم کموي. تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو چې په افغانستان کې به یې د سرتېرو شمېر د امریکا تر ټاکنو مخکې ۴۵۰۰ ته راښکته کوي.
































