د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد پولیسو په بالیکسیر ښار کې ۳۸ افغان کډوال او په ادرنه ښار کې ۲۱ افغان او پاکستاني کډوال نیولي دي. په راپور کې ویل شوي، چې دغو پناه غوښتونکو په ترکيه کې د پاتې کېدو اجازه نه درلوده. د مالوماتو له مخې؛ د دغو کډوالو یوه ډله، چې د افغانستان او پاکستان اتباع هم په کې شامل دي، د (لالا پاشا) په سیمه کې په یوه پوسته کې نیول شوي او یو شمېر افغان کډوال له ترکیې څخه د دوی د غیر قانوني وتلو په ترڅ کې په یوې لارۍ کې نیول شوي دي. د راپورونو له مخې؛ دغه بندیان د کډوالۍ توقیف ځایونو ته سپارل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې ترکیې د پناه غوښتونکو د توقیف او له سرحده د مخنیوي لړۍ ګړندۍ کړې، چې ورسره هم مهاله د دغه هیواد په ۳۰ ښارونو کې د ناقانونه کډوالو د پېژندلو لپاره پوستې او ګرځنده ګزمې جوړې شوې دي.
































