د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د خیر خانې کوتل سړک د دویم فاز د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې د دغه سړک په اوږدو کې ۷۴ ملکیتونه استملاک شوي چې، د استملاک قانون له مخې به زیانمن شویو ښاریانو ته حقوق ورکړل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنطیم ریاست د مسئولینو په خبره، د یاد سړک د دویم فاز د جوړولو چارې به په اساسي او معیاري ډول، د (۲۵۲۰) مترو په اوږدوالي او(۶۰) مترو په سور ډېرې ژر پیل شي. د خیرخانې کوتل سړک یو له مهمو سړکونو څخه دی او د هېواد ټول شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي.
































