د نیمروز ولایتي چارواکي وايي، چې د وروستیو ورښتونو له کبله په کمال خان بند کې ۲۵ میلیونه مترمکعب اوبه ذخیره شوې دي. د نیمروز ولایت مطبوعاتي دفتر پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نیمروز والي د دغه بند له تخنیکي ټیم سره په کتنه کې د دغه بند د اوبو د خوشې کېدو پر مهالوېش خبرې وکړې. ویل شوي، د دغه مهالوېش له مخې به د زرنج ښار او ټولو ولسوالیو کرنیزې ځمکې خړوبې شي. په نیمروز کې کمال خان بند د افغانستان له مهمو بندونو دی چې ۵۲ نیم میلیونه مترمکعب اوبه کولو وړتیا لري.
































