د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش منځني ختیځ په ځانګړې توګه رفح بندر ته – چې د غزې او مصر ترمنځ سرحدي سیمه ده- له سفر وروسته ویلي، په غزه کې د انساني چارو کارکوونکو د خپل کار تر ټولو سخت چاپېریال په اړه معلومات راکړل. نوموړی وايي، مرستندویان سرچینو، لاسرسي او خوندیتابه ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو دغه جګپوړی چارواکی وايي، د مصر پلازمېنه قاهره کې یې سوډاني کډوال روژهماتي ته وربللي. ګوترېش په یو پیغامونو کې لیکلي، د روژې میاشتې د پیوستون ماموریت کې يې د هغو مسلمانانو عقیدې ته په درناوي روژه ونیوه، چې دی ورسره ګوري. نوموړی وايي، کله چې خبر شم خورا ډېر فلسطینیان په غزه کې د مناسب روژهماتي درلودو وس نه لري، زړه مې مات شي. د ګوترېش ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، قاهره کې پرون د کتنې په ورځ ګوترېش له مسلمانانو سره روژه ونیوله.