د هنګري چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد په شمال کې د سیالیو یو موټر له سړکه اوښتی؛ ۴ نندارچیان یې مړه کړي او ۸ نور ټپيان دي. رویټرز خبري اژانس د هنګري پولیسو له قوله ویلي،چې پېښه پرون یکشنبه رامنځته شوې او تر دې دمه یې د چپه کېدو علت نه دی معلوم. د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي، چې د پېښې ځای ته څو امبولانسونه او د ژغورنې چورلکې او مرستندوه ټیمونه رسېدلي دي.