په کابل کې د ۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت د اوسپنې ویلې کولو یوې بلې کارخونې په فعالیت پیل وکړ. د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال د اوسپنې د ویلي کولو د کارخونې د پرانیستې مراسمو کې د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې د صنعت رول مهم بللی. که څه هم اقتصادي مرستیال مني، چې د برېښنا کموالی د صنعتکارانو یوه ستونزه ده، خو زیاتوي چې په هېواد کې له پانګوالو او صنعتکارانو ملاتړ کوي. دغې کارخونې د ۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره فعالیت پیل کړی دی او د دوه زرو کسانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده. د اوسپنې ویلې کولو د دغې کارخونې مسوول له سرپرست حکومته غواړي چې د ګول سیخ د وارداتو تعرفه لوړه کړي.