د احصايې او مالوماتو ملي ادارې په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې په هېواد کې د څه باندې ۳ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼو د وېشل کېدو خبر ورکړی دی. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په ۱۴۰۲ کال کې یې د ټول هېواد په کچه د آسان خدمت او برېښنايي پېژندپاڼو د ۷۶ وېش څانګو له لارې ۳ میلیونه ۱۲۴ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي، چې له ډلې یې ۲ میلیونه او نږدې ۶۸ زره نارینه او یو میلیون او څه باندې ۵۶ زره یې ښځینه وو ته وېشل شوې دي. سرچینې زیاته کړې، چې تېر کال ترټولو زیاتې وېشل شوې پېژندپاڼې په کابل ولایت کې دي، چې شمېر یې نږدې ۷۰۰ زرو ته رسېږي. تر کابل وروسته، په هرات کې نږدې ۲۸۰ زره، بلخ کې تر ۱۸۸ زره زیاتې او په ننګرهار ولایت کې شاوخوا ۱۶۲ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
































