د افغانستان بانک وايي، په ۱۴۰۲ کال کې یې د ټول هېواد په کچه شاوخوا ۵ اعشاریه ۲ میلیارده زړې افغانۍ راټولې او سوځولې دي. د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېر کال یې د نویو افغانیو د وېش او د پولي راکړې ورکړې د اسانتیا لپاره د پام وړ کار کړی دی. په دغه خبرپاڼه کې له هېوادوالو غوښتنه شوې چې د نویو افغانیو سمه ساتنه وکړي څو د ژر زړېدو مخنیوی یې وشي.
































