په کندهار ولایت کې د فصلي سبزیجاتو د دودولو په موخه شنې خونې جوړېږي. د دغه ولایت یو شمېر کروندګر د شنو خونو جوړېدل د کرنې سکټور د ودې لپاره ګټور بولي. دوی وايي، شنې خونې د کال په ټولو فصلونو کې حاصلات ورکوي او دا چاره د کروندګرو د ملاتړ په برخه ګټوره بولي. ورته مهال د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د فصلي سبزیجاتو د ترویج په موخه یې د کندهار ښار په ګډون د دغه ولایت په ډنډ، ژېړۍ، دامان او خاکرېز ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ وزارت په مرسته په ازمایښتي ډول د پنځو شنو خونو د جوړېدو لړۍ پيل کړې، چې پر هره شنه خونه ۱۷۰ زره افغانۍ لګښت راځي.
































