د رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ په خبري کنفرانس بوخت و، چې د هغه ځانګړي ساتونکي راغلل او دی یې یوې بلې کوټې ته بوتلو. تر نهو دقیقو وروسته بېرته خبري کنفرانس ته راغی او خبریالانو ته یې وویل چې د سپينې ماڼۍ ساتونکو پر یوه شکمن وسله وال ډزې کړې دي او هغه یې ټپي کړی دی. د یاد کس په اړه معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم امریکايي امنیتي سرچینو په دې اړه لا ډېر څه ویلي دي.
































