د نورستان په وانټوایګل ولسوالي کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه پیل کړل. د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د نورستان ډېری هغه سیمې چې لا هم د مخابراتي شبکو له خدمتونو محرومې دي، مخابراتي شبکې فعالې کړي. د نورستان د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولايت هغه سيمو ته به هم مخابراتي خدمات ورسوي چې تراوسه ترې بېبرخې دي. د ياد رياست رییس احمد خالد وايي، د ټولو مخابراتي شبکو په همغږۍ به د دې ولايت هغو سيمو ته هم خدمات وغځوي چې تر اوسه ترې بې برخې دي.
































