د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د ۲۲مې ناحیې د ۱۰م او ۱۱م ګذر اړوند د قلعه محسن په سیمه کې د ۲ فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د مالوماتو له مخې د یادې ناحیې په ۱۰م ګذر کې سړک د (۱۰۰۰) مترو په اوږدوالي او په ۱۱م ګذر کې هم د (۱۰۰۰) مترو په اوږدوالي او (۵) مترو په سور ، د لښتیو په ګډون په ټوليزه توګه د ٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوي او د جوړېدو چارې یې د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي. د کابل ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې په روان کال کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د نویو پروژو د پیل او نورې رغنیزې چارې یې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته ترسره کړې، چې موخه یې له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسیدونکو د ستونزو د حل او ښاریانو ته د کاري فرصتونه رامنځته دي.
































