د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد په ختیځ زون کې د نیمه قیمتي ډبرو بازار پرانېستلو خبر ورکړی، چې په کې به کروماېټ، نفراېټ سرپنټین او نور ډول ډبرې پلورل کېږي. دغه بازار چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې موقعیت لري د کان کېندونکي شرکتونه کولی شي، چې نیمه قیمتي ډبرې د پلور لپاره په کې وړاندې کړي. د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړې، چې په پام کې لري د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د قمیتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور ډېر مرکزونه جوړ کړي، تر څو د کاني زېرمو د قاچاق مخنیوي ترڅنګ ټول کورني او بهرني علاقمندان وکولی شي له دغو مرکزونو څخه د خپلې خوښې اړوند جنس په قانوني او ډاډمنه توګه وپېري او انتقال یې کړي.