د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین پرون ماښام په مسکو کې د وروستي برید په اړه وینا کې ویلي، چې وسله والو برید کوونکو غوښتل، تر څو روسیه کې ګډوډي رامنځته کړي او د روسانو ترمنځ تفرقه جوړه کړي. نوموړي زیاته کړې، چې د برید کوونکو دغه هیله پوره نه شوه او برعکس د روسانو له لا متحده کېدو او مقاومت سره مخ شول. پوتین یو ځل بیا د پېښې له قربانیانو سره غمرازي ښودلې او له هغوکسانو څخه یې مننه کړې، چې د پېښې پرمهال د خلکو په ژغورنه کې یې مرسته کړې. د روسیې ولسمشر زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي تر څو د دغه برید اصلي جوړونکي او مرکز یې پیدا او پر وړاندې یې ګامونه پورته کړي.