د افغانستان بانک ویلي، چې د دغه بانک د پولي سیاست طرحه او تطبیق په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې بریالۍ وه او په دې پالیسۍ سره یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي. یاد بانک پر خپله ټویټر پاڼه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د پولي سیاست له مخې چې تېر کال وضع شوی و، توانېدلي چې د افغانۍ ارزښت وساتي او په بازارونو کې د انفلاسیون کچه په سمه توګه کنټرول کړي. افغانستان بانک زیاتوي، چې افغانۍ اوس د نړۍ يو له باثباته اسعارو څخه ده او د وړم کال په پرتله یې ارزښت د نورو اسعارو پر وړاندې د پام وړ لوړ شوى دى. د یادونې وړ ده، چې د میلیونونو ډالرو پر لیلام سربیره په هېواد کې د افغانیو د استفادې ترویج، د بهرنیو اسعارو د قاچاق مخنیوی، بازار ته د نویو بانکنوټونو داخلول او داسې نور هغه څه دي چې د مرکزي بانک غوره پولي سیاستونه بلل کیږي.
































