د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې د تورخم له لارې هېواد ته د غیر قانوني سي اېف سي ګازونو د رالېږدولو مخه نیول شوې ده. د چارواکو په خبره؛ د ننګرهار ولایت چاپېريال ساتنې ریاست د اقلیمي بدلون، څارنې او تفتیش مدیریت د ګمرک ریاست د رسمي لیک له مخې د تخنیکي او فني ډلې پر ملتیا دغه نیول شوي ګازونه چې په ۹۶ کازډبو کی ځای پرځای شوي وو؛ له څېړنې وروسته مخرب ګازونه وپېژندل شول. دوی وایي، د ګازونو دغه ډبې په انفرادي او غیر قانوني ډول واردېدل، چې د چاپېریال ساتنې ریاست د کارکوونکو له خوا ارزونې وروسته ونیول شول.
































