د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، چې د تېر ۱۴۰۲ کال په وروستۍ کب میاشت کې د هېواد د بېلابېلو اوسپنې پټلیو له لارې ۳۵۸ زره ۷۳۹ مټریک ټنو صادرات او واردات شوي دي. یادې ادارې ویلي، چې په دې موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۹۵۰۳۳ ټنه، د اقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۵ زره ۶۹۹ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۴۰۷۲ ټنه او د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۹۳۵ ټنه د نفتي او غیري نفتي او نورو توکو انتقالات تر سره شوي. د اوسپنې پټلۍ ادارې دغه راز زیاته کړې، چې په یاده میاشت کې ۴۸۵۴ مټریک ټنه ټرانزېټ او صادرات هم بهرنیو هیوادونو ته شوي، چې لویه برخه یې کېنو، وچه مېوه او د آنارو جوس جوړوي
































