د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ د تېر حکومت د ساتنې او ځانګړو عملياتو تنفيذي قطعې ۱۲۱۶ تنو پخوانيو افسرانو، ساتنمنانو او ساتونکو ته د ۱۴۰۰ هـ ش کال د اسد میاشتې معاشات تادیه کړي دي. د یادو پخوانیو منسوبینو معاشات د جمهوریت دورې د معاشاتو د توزیع د نورم مطابق له ټولو مالي امتيازاتو سره حواله شوي، چې په دې منسوبينو کې ۱۲۸ تنه افسران، ۲۱۵ تنه ساتنمنان او ۸۷۳ تنه ساتونکي شامل دي. همدارنګه یادو ځینو کسانو ته چې بانکي حسابونه يې تړل شوي وو د تنفیذي قطعې د قومندانۍ لخوا په اړوند بانک د حساب د تاييد او خلاصولو په موخه رسمي استعلامونه هم ورکړل شوي دي.
































