د فراه د کليو بيارغونې او پراختيا رياست مسوولين په دغه ولایت کې د ۱۴۰۲ کال په ترڅ کې د ۳۷۵ ميليونه افغانيو په لګښت د ۵۰ بېلابېلو پروژو د پلې کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کليو بيارغونې او پراختيا رئيس محمد نسيم سرهنګ وویل، چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو او لریو پرتو سيمو کې د ۳۷۵ ميليونه افغانيو په لګښت ۵۰ لویې او وړې پروژې پلې کړې دي. هغه وویل، په یادو پروژو کې پر کلیوالي سړکونو جغل اچول او هموارول، د څښاک پاکو اوبو د شبکو جوړول، د اوبو څاه ګانو کیندل او ترمیم، د کرنیزو کانالونو پاکول، د محافظوي دېوالونو، سربندونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.
































