د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خرم اغا او مله پلاوي یې په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې پر سوداګریزو، ټرانزیټي او اقتصادي مسایلو او په دې برخه کې د ستونزو پر حل بحث او خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې په دې لیدنه کې محمد خرم اغا ویلي د امکان تر بریده به په یادو شویو برخو کې د شته ستونزو لپاره به حل لار وموندل شي.
































