د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ناروې له سارژدافیر پال کلومان سره لیدلي دي. د ښاغلي کرزي پر ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې د دغې لیدنې په لړ کې دواړو خواوو د افغانستان او سیمې د اوسني وضعیت ترڅنګ د ښځو او نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصون پر اړتیا ټینګار وکړ. په لیدنه کې پخواني ولسمشر په هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره ملي تفاهم اړین بللی.
































