د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ډاکټر جمشېد تانولي، د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختیايي ټولنې له مشر ادریکا راتوات او د اوچا دفتر له مسولینو سره په لیدنه کې د روږدو د درملنې، د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د پلې کوونکو موسسو د فعالیتونو او د روغتیا په برخه کې پر دوامدره همکارۍ خبرې کړې دي. قلندر عباد ویلي؛ هڅه کوي ترڅو د روغتیایي کارکوونکو ظرفيت لوړ کړي. ورته مهال په دې لیدنه کې د یادو ادارو استازو د روغتیا په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
































