په کابل کې د یوناما د بشري چارو مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي ټولنې مشر اندریکا را توات د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه د کاسا زر پروژې د پيل په برخه کې د سرپرست حکومت هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې له پانګونې ملاتړ کوي. کابل کې د یوناما د بشري چارو مرستیال زیاته کړې؛ د اقتصادي ودې په موخه له افغان او نړیوالو اړخونو سره خبرې کوي، څو په افغانستان کې بانکي خنډونه لرې شي. ورته مهال دې لیدنه کې سیاسي مرستیال غوښتنه کړې، چې د اسیا پراختیایي بانک او نور بنسټونه دې په افغانستان کې خپلې نیمه پاتې پروژې بشپړې کړي.
































