د بغلان د غوري سمنټو فابریکې رییس شفیع الله واحدي وايي، چې تېر کال ۱۵۰ زره ټنه سیمنټ تولید شوي چې له درکه یې ۹۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي. د نوموړي په خبره د غوري سیمنټو تولید کېدونکي سیمنټ له ځانګړي کیفیت څخه برخمن او په ۱۴۰۲ کال کې یې د پېر لپاره غوښتنې هم ډېرې شوې. دغه فابریکه اوسمهال ۷۵۰ کار کوونکي لري او په ۲۴ ساعته ډول کار کوي. د غوري سیمنټو فابریکې مرستیال وايي، په دې فابریکه کې د سیمنټو د تولید د زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به یې د تولید کچه نوره هم لوړه شي.
































