د کډوالۍ نړېواله اداره وايي، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته یې هغو افغان مېرمنو ته کاري فرصتونه برابر کړي، چې له کډوالۍ راګرځېدلې، زلزلو ځپلي او اقتصادي ستونزې یې ډیرې وې. دغه اداره وايي، په افغانستان کې ښځې تر نور هر وخت زیاتې لاسنیوي ته اړې دي. د کډوالۍ نړېوالې ادارې پرون پر خپله ټویټر پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او د یاسمين په نوم له یوې افغانې میرمنې سره یې مرکه کړې چې دا مهال د یوې کارخونې مشره ده او شاوخوا ۴۰ نورې بېوزلې اوزګارې مېرمنې یې په کار بوختې کړې دي. د خوړو نړېوال پروګرام د افغانستان څانګې هم څو ورځې وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې داسې مهال چې د ښځو لپاره اقتصادي فرصتونه کم دي، دغې ادارې د ښځو لپاره د خیاطۍ روزنیز پروګرامونه پیل کړي دي.
































