د میدان وردګو ولایت د ترافیکو مدیریت چارواکي وایي چې په تېر یوه کال کې یې ۴۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت امنیې قومندانۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په تېر ۱۴۰۲ هجري شمسي کال کې ۶۳۰۰ د موټرچلولو جوازسیرونه، ۷۴۰۰ لېسنسونه وېشلي او له دې لارې یې راټول شوي ۴۷ میلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته ټولې کړې دي. خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تېر یوه کال کې ۵۰۵ ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چې د یادو ټرافیکي پېښې له امله ۵۰ کسان وژل شوي او ۴۶۴ نور بیا ټپيان شوي دي.
































