ایران یو ځل بیا ویلي چې د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته تیار دی. د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان د افغانستان د لویې جرګې له پرېکړې د هرکلي تر څنګ ویلي ایران د افغانستان د ګاونډي په توګه د سولې کوربه توب ته تیار دی. نوموړي ویلي تمه لري چې په افغانستان کې روانې جګړې پای ته ورسېږي، تاوتریخوالی کم شي، دایمي اوربند رامنځ ته شي او په سیمه کې دایمي سوله تامین شي. هغه ویلي چې ایران د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي، منځګړیتوب ته تیار دی او د یوه ګاونډي په توګه تیار دی چې د سولې د خبرو د یوې برخې کوربه توب هم وکړي. ایران تر دې مخکې هم ویلي وو چې د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته تیار دي.
































