د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې په تېره یوه لسیزه کې څه باندې ۶۳زره کډوال خپل منزل ته له رسېدو وړاندې مړه شوي او یا هم ورک شوې دي. دغه راپور چې پرون خپور شوی، همداراز پهکې ویل شوي چې یوازې ۲۰۲۳ کال کې ۱۱۸۱ افغان کډوال د ناقانونه کډوالۍ لاره کې مړه شوي یا ورک شوي دي. په همدې حال کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کوي چې د قربانیانو دوه پر درېیمه برخه ناڅرګنده پاتې او د نیمایي څخه ډېرو پېښو کې سازمان نهدی توانېدلی چې د کډوالو جنسیت یا عمر مشخص کړي. بلخوا د هغو یوشمېر کډوالو د کورنۍ غړي یا خپلوان چې د ناقانونه کډوالۍ په لاره کې مړه شوي او یا ورک شوي، وايي، د دوی د کورنیو د غړیو د کډوالۍ اصلي لامل، تنګسیه او وزګارتیا ده.