په فاریاب او سرپل ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. سیمهییزو چارواکو ویلي، سېلابونو د ځاني او مالي زيانونو تر څنګ د دې دوو ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړلې دي. دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى. د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
































