د سرپل ولایت د پاسپورټ امریت مسوولینو خبر ورکړی، چې تېر کال یې ۱۳۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د دغه ولایت د والي ویاند رسنیو ته ویلي، چې تېر کال په دغه ولایت کې څه باندې ۲۳ زره او ۶۰۰ پاسپورټونه وېشل شوي چې له درکه یې ۱۳۳ میلیونه، ۵۷۳ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. د مسوولینو په خبره دوی هڅه کوي، چې په راتلوونکي کې د ظرفیتونو په لوړولو سره د عوایدو په کچه کې زیاتوالی راولي. د یادولو وړ ده چې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر سرپل کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ په نورمال ډول روانه ده.
































