د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د بالابلوک ولسوالي اړوند سياه ځنګل سيمه کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند رغنيزې چارې بشپړې شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه بند چې۷۰متره اوږدوالی او ۵.۵ متره لوړوالی لري، د یو.این.ډي.پي دفتر په مالي ملاتړ د د ۲ میاشتو په موده کې جوړ شوی دی. دیاد ولایت ځایي چارواکو د دغه بند پر ساتنه د ټينګار ترڅنګ دا هم ویلي، چې دا بند د ځمکې لاندې اوبو د کچې د لوړولو ترڅنګ د باراني اوبو او سېلابونو په ذخیره کولو کې هم ګټور تمامېږي. د یادولو وړ ده چې په هېواد کې د اوبو د کمښت ستونزې د هواري او دغه راز د سېلابونو د مخنیوي په موخه د سرپرست حکومت له لوري د هېواد په هره ولسوالۍ کې دې ته ورته یو – یو کوچنی بند رغول کېږي.
































