د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ټاپي پروژې له مشر مراد امانوف او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره لیدلي دي. ښاغلي امانوف په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو په هکله خوښي څرګنده کړې او په نږدې راتلونکې کې یې د ټاپي پروژې د عملي چارو پر څرنګوالي خبرې کړې دي. د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر بیا ویلي، چې د ټاپي پروژې لومړنۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي او ژر تر ژره به یې عملي چارې هم پیل شي. دغه راز د ترکمنستان سفیر دغه هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.
































