د کورنیو چارو وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې په تېرو ۶میاشتو کې په ټول هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله ۹۴۹ کسان وژل شوي دي. د یاد وزارت ویاند، په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۹۷۸ ترافیکي پېښې ثبت شوې، چې له امله ۹۴۹ کسان مړه شوي دي. بلخوا د سرپرست حکومت کابینې په وروستۍ غونډه کې اړوندو ادارو ته دنده سپارلې چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره پلان ترتیب کړي. په دې غونډه کې د سرپرست حکومت کابینې د سترې محکمې او د ترانسپورت، هوايي چلند او فواید عامې وزارتونو په همغږۍ د کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې په لویو لارو کې د موټرو د سرعت د معلومولو په خاطر لازم ټرافیکي پلان او تجهیزات چمتو کړي.
































