د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوالې ادارې، د دغه ولایت په دریوو ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو له امله پر ۳زره زیانمنو شویو مالدارو د څارویو خوراکه وېشلې ده. د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت پر وړاندیز د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام( FCDO ) له لوري په نرخ، جلرېز او چک ولسوالیو کې پر شاوخوا درې زره بېوزله مالدارو د څارویو خوراکه ووېشل شوه. د مسوولینو په خبره، هر مالدار ته دوه سوه کیلوګرامه حیواني متراکمه خواړه وېشل وشي او دغه راز په پام کې ده چې ورته مرستې د میدانوردګو ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
































