پاکستانی حکومت وایي د یوې اونۍ په اوږدو کې به له افغانستان سره تګ راتګ عادي حالت ته راوګرځي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې د کرونا ویروس د پراختیا له امله له افغانستان سره په تګ راتګ کې محدودیتونه وضع شوي وو چې په یوه اونۍ کې به محدودیتونه کم شي او تګ راتګ به نورمال حالت ته راوګرځي. پاکستان د کرونا تر خپرېدو وروسته د فرضي کرښې په تورخم او چمن لارو کې د خلکو پر تګ راتګ بندیزونه وضع کړل. له څو اونیو راهیسې محدودیتونه کم شوي دي خو په بشپړه توګه نه دي ختم شوي، چې د عمران د څرګندونو له مخې په یوه اونۍ کې به تګ راتګ نورمال شي.
































