د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د پاکستان له سوداګریز پلاوي سره پر مهمو دوه اړخیزو سوداګریزو مسایلو هوکړې ته رسېدلي. دغه وزارت په دې تړاو خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دوه ورځنيو خبرو اترو کې له سياست څخه د سوداګرۍ پر جلاوالي، د دواړو هېوادونو د وگړو د ګټو په پام کې نیولو سره له خنډونو پرته پر سوداگريزو، ترانزيټي اړیکو ټينگار شوی. د سوداګرۍ وزارت وایي، له پاکستاني پلاوي سره د اپټا تړون په اړه خبرې شوي او پـه دوو مياشتو کې به دغه تړون نهايي شي. د یاد وزارت په وینا، دواړو خواوو هوکړه کړې چې پاکستانی لوری به په راتلونکو شپږو مياشتو کې د کراچۍ په بندر کې له نړيوالو کانتینرونو څخه سیمه ییزو کانتینرونو ته د مالونو د انتقال اسانتياوې برابرې کړي. چارواکي وایي، د ازمايښتي دورې په ډول د يو کال لپاره د لاریو د تگ راتگ موقت آزاد سند باندې هوکړه شوې، چې د روان کال له مې میاشتې څه به تطبیقېږي.