د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ټاپي پروژې له رییس او په کابل کې د ترکمنستان سفیر سره په کتنه کې د ټاپي پروژې د پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي. سرپرست وزیر ویلي، د دغې پروژې کار په چټکۍ سره پر مخ روان دی او هڅه کوي، چې پاتې چارې یې هم ژر بشپړې او د دغې پروژې عملي چارې پیل شي. نوموړي زیاته کړې، د یادې پروژې د مسیر د ځمکو استملاک او د ګازو نل لیکې د لارې د چاپېریال په پام کې نیول د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په همغږي ترسره شي، تر څو چاپېریال ته زیان ونه رسېږي. د ټاپي پروژې رییس هم ویلي، چې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او په نږدې راتلونکې کې د یادې پروژې د عملي کار پیل پر څرنګوالي باندې به بحث او خبرې وکړې.