د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان په سوء تغذیې د اخته ښځو شمېر په زیاتېدو دی. په افغانستان کې د یاد سازمان د تغذیې ځانګې مسووله مونا شیخ وايي، اوس مهال په دغه هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته ښځو شمېر یو میلیون او ۲۰۰ زرو ته رسېدلی دی. نوموړي په یو ویډیو کلیپ کې ویلي، چې سږکال ښايي پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر هم درې میلیونو ته ورسیږي. د شیخ په خبره، دوی یوازې له یو میلیون او شپږ سوه زره کسانو سره مرسته کوی شي.