سرپرست حکومت هېواد ته د مالګې پر وارداتو بشپړ بندیز ولګاوه. د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو د کانونو له قراردادیانو او د فابریکو له څښتنانو غوښتي چې له دې سره د مالګې د استخراج او پروسیس کیفیت هم لوړ کړي. د دغه وزارت ویاند همایون افغان په دې اړه چې ولې د مالګې پر وارداتو بشپړ بندیز لګول شوی ویلي، افغانستان د مالګې پرېمانه زېرمې لري او له همدې کبله حکومت پرېکړه کړې، چې په هېواد کې دننه د مالګې پروسس لپاره کار وشي. نوموړی وايي، له ګڼ شمېر قراردادیانو سره هوکړې شوې او قراردادیان مکلف شوي، چې په هېواد کې دننه د مالګې معیاري فابریکې جوړې کړي، چې هېوادوالو ته خپله مالګه ورسول شي.